اروپايي ټولنې پر ایران نوي بندیزونه ولګول
اروپايي اتحادیې پر ایران روسیې ته د اوکراین په جګړه کې د کارولو په خاطر د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له امله د بندیزونو د لګولو پریکړه وکړه.
اروپايي اتحادیې پر ایران روسیې ته د اوکراین په جګړه کې د کارولو په خاطر د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له امله د بندیزونو د لګولو پریکړه وکړه.
د اروپايي اتحادیې د شورا له خوا په خپور شوې بیان کې ویل شوي چې په ایران باندې د اوکراین په جګړه کې د کارولو په موخه روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو له امله د بندیزونو په چوکاټ کې به په هغو شپږو ایراني وګړو او پنځو ایراني سازمانونو چې د بې پیلوټه الوتکو په تولیداتو کې رغنده رول لري د بندیزونو لګولو پریکړه وشوه.
د اروپايي اتحادیې په بندیزونو کې د شتمنیو کنګل کول، د سفر بندیز او د مالي سرچینو په انتقال بندیز شامل دي.
په بیان کې راغلي دي چې اروپايي ټولنې د ایران لخوا د اوکراین په جګړه کې روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د ورکولو په اړه د کافي اسنادو او شواهدو د راټولو په خاطر د تیر یو کال راهیسې کار کولو. پدې اړه د کافي اسنادو او شواهدو د راټولیدو نه وروسته په ایران د بندیز لګولو پریکړه وشوه.