په پاکستان کې پر امنیتي‌ ځواکونو دوه غبرګ بریدونه شوي‌ دي.

په پاکستان کې پر امنیتي‌ ځواکونو دوه غبرګ بریدونه شوي

2060130
په پاکستان کې پر امنیتي‌ ځواکونو دوه غبرګ بریدونه شوي‌ دي.

په پاکستان کې پر امنیتي‌ ځواکونو دوه غبرګ بریدونه شوي‌ دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي‌ چې د ګوادر د پسني او اور ماړه په سیمو کې د امنیتي‌ ځواکونو پر موټرو جلا جلا بریدونه کړي‌ دي.

په بیان کې راغلي‌  په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې برید د امنیتي‌ ځواکونو د ګزمې پر موټرو شوی دی.

امنیتي‌ ځواکونو د بریدونو نه وروسته سیمه محاصره کړې ده او د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل کړي‌ دي.

د ویلو ده چې نن سهار په ډیرې اسماعیل خان سیمه کې هم  د پولیسو د ګزمې پر موټر چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۲۱ تنه نور ټپیان شوي‌ وو.



اړوند خبرونه