د پاکستان د بلوچستان ایالت د مستونګ په ولسوالۍ کې د یو جومات ترڅنګ چاودنې ستر قتل عام رامنځته کړ.
د مستونګ ولسوالۍ روغتیايي مسئول عبدالرزاق شاهي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یو جومات ترڅنګ په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۵۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۵۰ ډیر ټپیان شوي دي.

د مستونګ ولسوالۍ د پولیسو کمشنر عطاالله منعم خبري رسنیو ته ویلي دي چې د مستونګ ولسوالۍ کې د یو جومات ترڅنګ د میلاد النبي ص د لمانځغونډې لپاره په راټولو شوو خلکو ځانمرګی برید وشو چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پولیسو ویلي دي چې چاودنه د ځانمرګي برید په نتیجه کې رامنځته شوې ده . چاودنه د پولیسو د مشر نواز ګشکوري د موټر سره رامنځته شوې ده . برید کوونکي ځان د نواز ګشکوري د موټر سره وجنګو.
ویل کیږي چاودنه د الفلاح روډ پر سر پروت د مدینه جومات ترڅنګ رامنځته شوې ده.
د پیښې ټپیان د سیمې نږدې روغتونو ته انتقال شوي او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو نه هم د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.