د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته سفر وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو له بیا رغولو اوه کاله وروسته د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړ.

2025890
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته سفر وکړ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د تهران او ریاض ترمنځ د اړیکو له بیا رغولو اوه کاله وروسته د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړ.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د راپور له مخې عبداللهیان له تهران څخه د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته سفر وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عبداللهیان چې له اوو کلونو وروسته د تهران او ریاض تر منځ د اړیکو له ښه کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره سعودي عربستان ته تللی، تمه ده چې د سعودي له لوړ پوړو چارواکو په ځانګړې توګه له خپل سیال فیصل بن فرهان سره وګوري.

د عبداللهیان د سفر پر مهال به د ایران او سعودي عربستان پر دوه اړخیزو اړیکو او همداراز د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

علي رضا عنایتي چې په ریاض کې د ایران د سفیر په توګه ټاکل شوی، پدې سفر کې به  په رسمي توګه په سعودي عربستان کې خپله دنده پیل کړي.

د دواړو هیوادونو اړیکې وروسته له هغې خرابې  شوې چې د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دویمه  په سعودي عربستان کې د شیعه عالم نمر النمر په ګډون ۴۷ کسان د "ترهګرۍ" په تور اعدام شول.

د مارچ په لسمه، ایران او سعودي عربستان له اووه کلن ځنډ وروسته د اړیکو د عادي کولو پریکړه وکړه او موافقه یې وکړه چې خپل سفارتونه بیرته پرانیزي، د دواړو هیوادونو ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي او د ویزو اسانتیاوې رامنځته کړي.



اړوند خبرونه