د پاکستان پخواني  لومړي  وزیر عمران خان ته یو بل بد زیری ورکړ شو.

د ۵ کلونو لپاره د عمران خان په سیاسي فعالیتونو بندیز ولګول شو

2021964
د پاکستان پخواني  لومړي  وزیر عمران خان ته یو بل بد زیری ورکړ شو.

د پاکستان پخواني  لومړي  وزیر عمران خان ته یو بل بد زیری ورکړ شو.

د پاکستان د ټولټاکنو کمیسیون د دولتي تحایفو د پلور یا توشاخانه د دعوا له امله په پخواني  لومړي  وزیر عمران خان د ۵ کلونو لپاره په ټاکنو کې د ګډون بندیز ولګو.

د پاکستان د ټولټاکنو کمیسیون د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۲۰۲۳ کال د اګست په ۵ مه نیټه د اسلام آباد د محکمې د پریکړې له مخې عمران خان باندې د ۵ کلونو لپاره په ټاکنو کې د ګډون بندیز ولګو.

په بیان کې راغلي دي چې عمران خان د پاکستان د اساسي قانون د ۶۳ – ۱ مادې د ۲۳۲ څانګې له مخې نااهل بلل شوی دی .

په بیان کې راغلي دي چې د همدې امله د پاکستان په پارلمان کې عمران خان د وکالت له دندې هم ګوښه کیږي.

د ویلو ده چې د ۵ کلونو لپاره د عمران خان په سیاسي  فعالیتونو بندیز ولګول شو.

د ټاکنو د کمیسیون ددې پریکړې له مخې عمران خان ددینه ورسته د تحریک انصاف د ګوند مشري هم کولی نشي.

د ویلو ده چې تیره اونۍ د اسلام آباد یوې محکمې پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دولتي تحایفو د پلورولو په دعوا کې پړ وباله او هغه يي په ۳ کلونو بند او ۱۰۰ زره پاکستاني کلدارو نقدي  جزا محکوم کړ.



اړوند خبرونه