د پاکستان د پنجاب په ایالت کې په یوې ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په پاکستان کې ټرافیکي پيښې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د پاکستان د پنجاب په ایالت کې په یوې ټرافیکي پیښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې تیره شپه د پاکستان د پلازمینې اسلام آباد – لاهور ښارونو ترمنځه په لویه لاره کې د کلر کهار په سیمه کې د یو مساپر وړونکی بس موټر د چپه کیدو له امله لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې دا پيښه په بس موټر کې د تخنیکي ستونزې په نتیجه کې رامنځته شوې ده. د لومړنیو څیړونو نه معلومه شوې ده چې د بس موټر بریکونو کار د پریښودو نه وروسته د بس چلوونکي کنټرول د لاسه ورکړ او بس په بل مخ چپه شو.
ددې پیښې نه وروسته د اسلام آباد – لاهور لویه لار د ټرافیک پر مخ وتړل شوه.
پولیسو ویلي دي چې د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته سمدلاسه د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته ورسیدې او ټپیان يي روغتونونو ته انتقال کړل.
د پيښې ټپیان د راولپنډۍ ښار روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د پولیسو په وینا پدې پیښه کې تر اوسه پورې ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان د اسلام آباد – لاهور لویه لار د ټرافیک پر مخ خلاصه شوې ده .