د ایران یوې محکمې د امریکا حکومت او پخواني ولسمشران بوش او اوماما محکوم کړل

په ایران کې یوې محکمې د امریکا حکومت او د دې هیواد  د پخوانیو ولسمشرانو نه د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما په ګډون ځینې نومونه په  ۲۰۱۷ کال کې د داعش ترهګرې ډلې له خوا په تهران کې د د بریدونو له امله  د شاوخوا ۳۱۳ میلیونه ډالرو غرامت ورکولو محکوم کړل.

1979768
د ایران یوې محکمې د امریکا حکومت او پخواني ولسمشران بوش او اوماما محکوم کړل

په ایران کې یوې محکمې د امریکا متحده ایالتونو حکومت او د دې هیواد  د پخوانیو ولسمشرانو نه د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما په ګډون ځینې نومونه په  ۲۰۱۷ کال کې د داعش ترهګرې ډلې له خوا په تهران کې د د بریدونو له امله  د شاوخوا ۳۱۳ میلیونه ډالرو غرامت ورکولو محکوم کړل.

د ایران د قضايي قویې اړوند د میزان خبري اژانس د راپور له مخې د تهران د برید قربانیانو کورنیو چې د امریکا حکومت، پخوانیو ولسمشرانو نه  اوباما او بوش او د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې (CIA)، د مرکزي قوتونو  قوماندانۍ او ددې قومندانۍ  پخواني قوماندان ټامي فرانک د امریکا د خزانې وزارت، لاکهید مارتین شرکت  او امریکن ایرویز ګروپ پر خلاف شوې اقامه دعوه کې پر امریکایي چارواکو تور ولګاوه چې "د تروریستي ډلو په تنظیم او مدیریت کې یې بنسټیز رول درلود، په  د اعش  تروریستي سازمان."

محکمې د امریکا حکومت او د دغه هېواد بنسټونه او چارواکي په ۹ میلیونه ۹۵۰ زره ډالره مالي تاوان ورکولو، ۱۰۴ میلیونه ډالره اخلاقي او ۱۹۹ میلیونه ډالره د مجازاتو د جبران په سزا محکوم کړل چې د تهران په ترهګریز برید کې  د وژل شویو کسانو کورنیو ته ورکړل شي.  د ۲۰۱۷ کال د جون په ۷ مه په ایران کې پر پارلمان او د انقلاب د مشر ایت الله خمیني پر مقبرې په وسله والو او بمي بریدونو کې ۱۲ کسان ووژل شول او ۴۳ نور ټپیان شول.

د برید پړه د داعش ترهګرې ډلې پر غاړه اخیستې وه.



اړوند خبرونه