د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په نښته کې درې تنه سرتیري وژل شوي دي.

په پاکستان کې پر امنیتي ځواکونو برید شوی

1963213
د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په نښته کې درې تنه سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په نښته کې درې تنه سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دیره اسماعیل خان سیمه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د نښتې په لړکې ۳ تنه ترهګر له منځه یوړل او د ترهګرو په ډزو کې هم درې تنه سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

د پاکستان پوځ په دې بیان کې دا  نه دي ویلي چې دغه وسله وال له کوم سازمان سره تړاو لري.

په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.

اسلام اباد ویلي چې دا بریدونه په افغانستان کې میشتو پاکستاني طالبانو له خوا پلان او رهبري کیږي ، خو افغانستان  کې د طالبانو حکومت بیا دغه تورونه ردوي.

د ویلو ده چې د روان کال د جنورۍ په ۳۰ مه د پاکستان په پېښور ښار کې ماسپښین د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې په ځانمرګي برید وشو چې په نتیجه کې ډیری پولیسو ۱۰۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

د مارچ په شپږمه په بلوچستان کې په یوه ځانمرګي برید کې لس پولیس افسران ووژل شول.



اړوند خبرونه