د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د یو مهم غړي پر موټر بمي برید له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) د غړي عاطف منصف خان پر موټر د بمي برید په نتیجه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.
1962543
د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ د پاکستان د تحریک انصاف ګوند (پي ټي آی) د غړي عاطف منصف خان پر موټر د بمي برید په نتیجه کې ۱۰ تنه وژل شوي دي.
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې نامعلومو وسله والې ډلې د پخواني لومړي وزیر په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند په یو مهم غړي او پخواني ایالتي وزیر عاطف منصف خان پر موټر بمي برید کړی دی.
په برید کې د عاطف منصف خان په ګډون ۱۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پولیس ګومان کوي چې پېښه د پخوانۍ دښمنۍ له مخې شوي وي.
د تحریک انصاف ګوند ګڼو سیاستوالو د دغه برید په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او د پېښې د روښانه کېدو غوښتنه یې کړې ده.