د ایران د سپورت د وزیر د چورلکې د سقوط په نتیجه کې د هغه سلاکار ژوند د لاسه ورکړ
په ایران کې د لوړپوړو چارواکیو چورلکې سقوط کړی دی
1950936
د ایران د ځوانانو او سپورټ وزیر حامد سجادي او د هغه ملګرو د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې یو تن وژل شوی دی.
د ایران د رسمي خبري آژانس ایرنا د خبر له مخې د دغه چورلکې پیلوټ چې د ځوانانو او سپورټ وزیر سجادي او د هغه ملګري پکښې سپاره وو د کرمان ولایت په بافت ښار کښې په یوه ورزشي کمپلکس کښې د کښېناستو په وخت کښې کنټرول له لاسه ورکړ.
د ایران د سرې میاشتې رئیس پیر حسین کولیوند اعلان وکړ چې د ځوانانو او سپورت وزارت د سپورت عمومي رئیس او د وزیر سلاکار اسماعیل احمدي چې په دې پیښه کې سخت ټپي شوی و، خپل ژوند له لاسه ورکړ او ۱۸ تنه ټپیان شول چې د ۳ تنو روغتیايي حالت نازک دی.
ویل شوي چې وزیر سجادي هم پدې پیښه کې ټپي شوی، مګر د هغه وضعیت نسبتا ښه دی.
د ایرنا د راپور له مخې په ټپیانو کې مرستیال صمدالله محمدي هم شامل دی.