په بلوچستان کې پر پوځیانو خونړی برید شوی

په بلوچستان کې په ۲۴ ساعتونو کې تر ۵ ډیرې چاودنې شوي

1923490
په بلوچستان کې پر پوځیانو خونړی برید شوی

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پر امنیتي ځواکونو خونړۍ چاودنه شوې ده .

د پاکستان پوځ د رسنیو دفتر په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د بلوچستان ایالت د کاهان په سیمه کې  پر امنیتي ځواکونونو د چانیزو عملیاتو پر مهال چاودنه وشوه چې د یو تن افسر په ګډون ۵ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.

په بیان کې راغلي دي چې ترهګرو ددې ډول بریدونو سره غواړي چې د بلوچستان ایالت سولې او امنیت ته زیان ورسوي او د خلکو ترمنځ ویره او ډار حاکم کړي. ترهګرو به ددې ډول بریدونو سره خپلو موخوته ونه رسیږي.

همداشان ددې برید نه مخکې هم د بلوچستان د ژوب په سیمه پر امنیتی ځواکونو وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې یو تن پوځي ژوند د لاسه ورکړی وو.

د ویلو ده چې بلوچستان په مرکز کوټه کې هم په ۳ جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ تنه ټپیان شوي دي.

لومړی د کوټې ښار د سبزل روډ په سیمه کې  چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۴ تنه ټپیان شول.

همداشان دویمه چاودنه کوټې ښار د سیلایټ ټاون په سیمه کې وشوه چې ۸ تنه پکې ټپيان شول.

دریمه چاودنه بیا د لسبیله په سیمه کې وشوه چې په نتیجه کې ۳ تنه ټپیان شول.

د ویلو ده چې پاکستاني طالبانو د حکومت سره د کړي اوربند د ختمولو نه وروسته بریدونو ته زور ورته کړی دی.



اړوند خبرونه