د پاکستان په پخواني لومړي وزیر عمران خان باندې وسله وال برید شوی دی.
په عمران خان باندې وسله وال برید شوی
1901776
د پاکستان په پخواني لومړي وزیر عمران خان باندې وسله وال برید شوی دی.
د پاکستان د پنجاب ایالت لومړي وزیر چودهري پرویز خبري رسنیو ته ویلي دي چې د تحریک انصاف د ګوند د ستر لاریون پر مهال د پخواني لومړي وزیر عمران خان د کانټینر تر څنګ وسله وال برید شوی دی.
په برید کې عمران خان او د تحریک انصاف د ګوند ځیني نور چارواکي ټپیان شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې د پیښې په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی به هر څه ژر ونیسي او د قانون منګولو ته به يي وسپاري.
د عمران خان روغتیايي حالت ښه دی او د اندیښنې وړ ندی. .