د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې پر پولیسو وسله وال برید شوی دی.
په اسلام آباد کې پر پولیسو خونړی برید شوی
د اسلام آباد پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه ناپیژانده برید کوونکو پر ګزمې پوښتو پولیسو وسله وال برید کړی دی. پدې برید کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد خبري رسنیو ته ویلي دي چې په پلازمینه اسلام اباد کې د ترهګریزو فعالیتونو کچه لوړه شوې ده .
هغه وویل چې " تیره شپه زمونږ دوه تنه پولیس د نامعلومو برید کوونکو لخوا وژل شوي دي. د ۲۰۱۸ کال راهیسې په پلازمینه اسلام کې د وژل شوو پولیسو شمیره ۹ ته لوړه شوه."
همداشان هغه وویل چې د افغانستان سره په پوله کې د اغزن مزو د غځولو چارو لویه برخه پایته رسیدلې او ۱۲ سلنه پاتې برخه به هم هر څه ژر سرته ورسیږي.
هغه ویلي دي چې د افغانستان سربیره د ایران سره هم په پوله کې د اغزن مزي د غځولو چارې پيل شوي دي. او د یو کال په دننه کې به سرته ورسیږي.
هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا بریدونه ترهګرۍ سره تړاو لري او که نه ؟ وویل پدې اړه تحقیقات دوام لري.
د بله پلوه ددې برید مسئولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی دی. تحریک طالبان پاکستان ویلي دي چې په پلازمینه کې پر پولیس برید ددوې لخوا شوی دی.