په کراچۍ کې چاودنه شوې
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې چاودنه شوې
1555762
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې چاودنه شوې ده .
د پاکستان نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دا چاودنه نن جمعه د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ورځ د کراچۍ ښار سائټ ایریا په سیمه کې په یو ګودام کې رامنځته شوې ده .
د کراچۍ ښار د پولیسو په وینا پدې چاودنه کې لږ تر لږه یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې چاودنه د ګودام په جنراتور کې شوې ده .
پولیسو ویلي دي چې په جنراتور په یو نل کې چاویدونکو موادو نښانې موندلې دي.
په پیښه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.