د پاکستان نوې سیاسي نقشه اعلان شوه
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د هیواد نوې سیاسي نقشه د جوړیدو نه وروسته رسمآ اعلان کړه.
د ویلو ده چې د پاکستان په نوي سیاسي نقشه کې د هند تر کنټرول لاندې جمو کشمیر ته ځای ورکړی دی او دا سیمه هم د پاکستان د خاورې په توګه اعلان شوې ده .
عمران خان دا نقشه د هندوستان لخوا د جمو کشمیر د خودمختارۍ د لغوه کولو د لومړۍ کلیزې نه یواځې یوه ورځ مخکې اعلان کړه.
په نقشه کې د جمو کشمیر د سیمې نه د هندوستان لخوا د اشغال شوې د پاکستان د خاورې په توګه یادونه شوې ده . عمران خان ویلي دي چې د پاکستان دا نوې سیاسي نقشه د وزیرانو شورا، ټولو مخالفو ګوندونو او کشمیر د مشرانو لخوا تایید شوې ده. عمران خان د نقشې د اعلان نه د یوې تاریخي ورځې په توګه یادونه کړې ده . هغه ویلي دي چې نن ورځ د پاکستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده.
هغه وویل چې جمو کشمیر به خامخا د پاکستان یوه پارچه شي. دا نقشه پدې برخه کې لومړنی ګام دی.
د ویلو ده چې د هندوستان حکومت د ۲۰۱۹ میلادي کال د اګست په پنځمه نیټه د جمو کشمیر د خود مختارۍ په اړه د اساسي قانون مادې د لغوه کولو سره د جمو کشمیر خودمختاري لغوه کړه او دا سیمه يي د مرکزي حکومت پورې وتاړه. همداشان جمو او کشمیر يي په دوو جلا برخو وویشله.
ددې سره سم د هندوستان امنیتي ځواکونو په کشمیر کې د امنیت د ټینګښت د عملیاتو په نامه کشمیر کې عملیات پيل کړل . همداشان په سیمه کې ګرځبندیز اعلان کړ ، انټرنټ او ټیلیفونی ارتباطات يي پرې کړل او په ټرانسپورت باندې محدودیتونه وضع کړل. د ډیری سیمه ایزو ګوندونو مشران يي ونیول او زنداني کړل.
د سیمې پر خلکو يي فشارونه پيل کړل چې اوس هم دوام لري.