د کراچۍ ښار د ونډو په بازار ډله ایر برید شوی
د پاکستان تر ټولو په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د ونډو په بازار وسله وال برید شوی
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ونډو په بازار ډله ایز برید شوی دی.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې د ۴ تنو برید کوونکو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کراچۍ ښار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن دوشنبه د جون ۲۹ مه په ځايي وخت د سهار په لسو بجو او ۴۰ دقیقو یوې ډلې برید کوونکو د پاکستان تر ټولو په ستر سوداګریز ښار کراچۍ کې د ونډو پر بازار وسله وال برید وکړ.
برید کوونکو لومړی د ونډو د بازار په دروازه کې د بم چاودنه وکړه او په شاوخوا يي ډزې وکړې او وروسته د ونډو بازار ته ننوتل.
د لومړنیو شمیرو له مخې په برید کې یو تن پولیس، ۴ تنو د بازار ساتوونکو او یو تن ملکي وګړي په ګډون ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د برید نه سمدلاسه وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته راورسید او د برید کوونکو په پر خلاف يي عملیات پیل کړل.
د امنیتي ځواکونو د پر وخت مداخلې په نتیجه کې څلور واړه برید کوونکي له منځه یوړل شول.
د کراچۍ ښار د پولیسو مشر مشتاق احمد ویلي دي چې برید کوونکي ټول وژل شوي او امنیتي ځواکونه د ونډو بازار په دننه کې د پلټنې عملیات ترسره کړي دي.
هغه ویلي دي چې برید کوونکو دا برید د پولیسو په جامو کې کړی دی.
د کراچۍ پولیسو ویلي دي چې د برید کوونکو د وژلو کیدو نه وروسته د چاویدونکو توکو نه ډک یو بکس موندلی دی.
د کراچۍ ښار د ونډو د بازار مشر عابد علي حبیب خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکو د ونډو د بازار د ودانۍ د موټرو د تم ځای او دخولي دروازې نه بریدونه کړي دي.
ویل کیږي برید کوونکي په یو کرولا ډوله موټر کې د برید ځای ته راغلي وو.
ویل کیږي برید کوونکي د ونډو بازار اصلي ودانۍ ته په ننوتو قادر شوي ندي .