په پاکستان کې یوې مساپر وړونکې الوتکې سقوط وکړ.
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې یوې مساپر وړونکې الوتکې سقوط وکړ
د پاکستان د دولتي نړۍوال هوايي شرکت اړوند یوه مساپر وړونکې الوتکه چې د لاهور ښار نه د کراچۍ د ښار پر لورې روانه وه د کراچۍ د جناح نړۍوال هوايي ډګر تر څنګ په استوګنځایونو ولویده.
د پاکستان د دولتي نړۍوال هوایي شرکت ویاند عبدالستار د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې ددوې یوه ایربس ۳۲۰ ډوله الوتکه چې د لاهور ښار نه د کراچۍ ښار پر لورې روانه وه د کراچۍ د جناح نړۍوال هوايي ډګر ترڅنګ په کورونو لویدلې ده . هغه ویلي دي چې په الوتکه کې ۹۰ تنو مساپرو او ۸ تنو هم د الوتکې پرسونل او پیلوټانو شتون درلود.
ویاند ویلي دي چې د الوتکې سره اړیکه د ماسپخین په ۲ او ۳۷ دقیقو پرې شوه. هغه ویلي دي چې د پیښې د لامل په اړه څه ویل د وخت نه وړاندې خبره ده.
د بله پلوه د پيښې د رامنځته کیدو نه سمدلاسه وروسته د ژغورنې او روغتیايي ډلې سیمې ته رسیدلې ده.
ویل کیږي الوتکه د ماډل کالونۍ د کاظم آباد په سیمه کې په کورونو رالویدلې ده چې له امله يي ګن شمیر کورونو ته زیان اوښتی دی.
همداشان د پاکستان پوځ هم د پیښې سیمې ته د ژغورنې ډلې استولي دي.
پدې پیښه کې ۵۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .