د پاکستان د پوځ د مشر د دندې موده د ۶ میاشتو لپاره وغځول شوه
د پاکستان د پوځ د مشر د دندې موده د ۶ میاشتو لپاره وغځول شوه. د ویلو ده چې د پاکستان حکومت د پوځ د مشر د دندې موده د ۳ کلونو لپاره غځولې وه چې د سترې محکمې لخوا د حکومت دا پریکړه رد شوه.
د پاکستان سترې محکمې د پوځ د مشر د دندې د غځولو پر خلاف په اعتراض غور وکړ. سترې محکمې د سې شنبې په ورځ د قاضي القضات اصف کوسه په مشرۍ غونډه وکړه او د پوځ د مشر د دندې د غځولو پریکړه يي وځنډوله.
محکمې د حکومت دا پریکړه د هیواد د ګټو سره په ټکر کې وبلله او د ځنډولو پریکړه يي وکړه. محکمې ویلي دي چې د پوځ د مشر د دندې د غځولو په خاطر د سیمې د امنیتي حالت لامل ښودل یوه ګونګه خبره ده.
هغه ویلي وو چې لومړی وزیر د پوځ د مشر د دندې غځولو صلاحیت نلري . دا صلاحیت د ولسمشر دی. د پاکستان لومړي وزیر د پوځ د مشر د دندې موده چې سبا د نوامبر ۲۹ مه نیټه پایته رسیده د اګست په میاشت کې د درو نورو کلونو لپاره وغځوله. هغه ددې خبرې لامل د سیمې امنیتي حالات په ګوته کړي وو.
همداشان سترې محکمې نن یو ځل بیا د پوځ د مشر د دندې د غځولو په اړه یو ځل بیا غور وکړ.
قاضي القضات وویل دا چې ښاغلی باجوه یو ډیر بریالی قومندان دی ایا د تل لپاره د هغه د دندې موده غځولی شو؟
کوسه وویل چې پارلمان باید د قانوني اصلاحاتو د راوستو سره باید دا ناڅرګندۍ ته د پای ټکی کیږدي.
هغه وویل چې مونږ دا مسئله پارلمان ته سپارو چې د مربوطه قوانینو په رڼا کې دا مسئله حل کړي.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې د پوځ مشر یواځې د یوې درې کلنه دورې لپاره ټاکل کیږي. دا قانون چې په ۱۹۷۲ کال کې تصویب شوی دی د تصویب نه يي راپدیخوا یواځې یو ځل د پوځ مشر د دندې موده د حکومت لخوا غځول شوې وه
د پاکستان د لوی درستیز د دندې موده د ۶ میاشتو لپاره وغځول شوه.