د پاکستان د کراچۍ په ښار کې پر پولیسو خونړی برید وشو.
په کراچۍ کې ناپیژاندو کسانو پر پولیسو ډزې وکړې
1219450
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې ناپیژانده موټر سایکل سپرو د کراچۍ ښار د اورنګي ټاون په سیمه کې پر پولیسو ډزې وکړې چې په پایله کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
برید کوونکي د برید نه وروسته د پيښې د ځای نه په تیښته بریالي شوي دي.
د پيښې نه سمدلاسه وروسته پولیس او روغتیايي ډلې سیمې ته راورسیدې . د وژل شوو پولیسو مړي نږدې روغتون ته انتقال کړې شول.
همداشان پولیسو د برید کوونکو د نیولو په خاطر په سیمه کې پراخه پلټنې پيل کړي دي.
د سیمې د پولیسو مشر ویلي دي چې پر پولیسو هله برید شوی دی چې د کور نه د دندې پر لورې روان ول. د وظیفې سیمې ته د رسیدو سره سم پرې د ناپیژانده کسانو لخوا برید شوی.