فرانسه پدې هیواد کې نیول شوي د تورکیې په زرګونو تاریخي اثار بیرته تورکیې ته سپاري.

د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل "موږ په فرانسه کې نیول شوي د تورکېې اړوند ۸ زره ۶۵۹ تاریخي اثار تسلیم شو او بیرته به يي هیواد  راستانه کوو."

2115967

وزیر ایرسوی وویل چې دا تاریخي اثار په ۲۰۱۹ کال کې د قاچاق پر خلاف د مبارزې د څانګې لخوا  په اتریش کې  د لیلام په یو شرکت کې پلور لپاره ایښودل شوو د اناتولي اړوند د لوی شمیر سکې موندلو سره پیل شو. په اتریش کې پيل شوې تحقیقات تر فرانسې پورې وغځیدل .

د فرانسې امنیتي  ځواکونو د هغو خلکو په وړاندې هر اړخیز او بې ساري  تحقیقات پیل کړل چې د تورکیې څخه په غیرقانوني ډول بهر ته راوړل شوي دا توکي بازار ته عرضه کړي وو. ایرسوی وویل  ددې تحقیقاتو په لړ کې د تورکیې امنیتي ځواکونو بیا په تورکیه کې د اناتولیا او میراث په نامه پراخه  عملیات چې په نړۍ کې لوی انعکاس پيدا کړ ترسره کړل او دا  جرمي شبکه يي ونیوله.

"د ګمرکونو نړیوال سازمان د هیوادونو ترمنځ د همغږۍ په یقیني کولو سره د معلوماتو جریان پیاوړی کړی. د فرانسې د ګمرکونو او استخباراتو څانګې  د عملیاتو په ترڅ کې د تورکیې اړوند ۸۶۵۹ تاریخي اثار چې سکې او ځینې خطي اثار پکې شامل دي ونیول . دا اثار اوس تورکیې ته سپارل کیږي او انشاالله چې بیرته به يي هیواد ته راستانه کړو.

اړوند خبرونه