د توركيې ملي راډیو تلویزیون  یوه بل ډیر مهم تاریخي سریال جوړ او نندارې ته وړاندې  کړ.

تورکیې ملي راډيو ټلويزيون (TRT)  دا ځل د استانبول د فاتح  سلطان محمد خان  د ژوند په اړه یوه تلویزیوني ډرامه جوړه او نندارې ته وړاندې کړه.

2108432
د توركيې ملي راډیو تلویزیون  یوه بل ډیر مهم تاریخي سریال جوړ او نندارې ته وړاندې  کړ.

د توركيې ملي راډیو تلویزیون  یوه بل ډیر مهم تاریخي سریال جوړ او نندارې ته وړاندې  کړ.

تورکیې ملي راډيو ټلويزيون (TRT)  دا ځل د استانبول د فاتح  سلطان محمد خان  د ژوند په اړه یوه تلویزیوني ډرامه جوړه او نندارې ته وړاندې کړه.

محمد د فتوحاتو سلطان په نامه د تاریخي سریال لومړنی  قسمت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نندارې ته وړاندې شو. پدې مراسمو کې د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون هم ګډون کړی وو.

التون پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې دا تاریخي ډرامه به د ډرامو په برخه کې د تورکیې پیاوړی او قوي برانډ لا پسې پیاوړی او قوي کړي.

" محمد د فتوحاتو سلطان زمونږ نوې ډرامه به په نړۍواله کچه او ډګر کې د تورکیې برانډ لا پسې لوی کړي."

التون ټینګار وکړ چې دوی هیله لري چې دا پروژې د تورکیې مشهور کلتوري صنعت، کلتوري تجربې او نشراتي برخو سره جدي مرسته وکړي .

"د دې سریال موضوع د تمدن او د نړۍ د تاریخ په برخه کې د یو خورا حیاتي لوبغاړي پر بنسټ لاړه ده. دا سریال  د فاتح سلطان محمد او د هغه لاسته راوړنې په ځانګړې توګه د استانبول فتحې باندې تمرکز کوي  او د دې لړۍ کیسه بیانوي. دا سریال په اصل کې مونږ دا ښايي چې  فاتح سلطان محمد یو داسې واکمن و چې په عثماني امپراتورۍ کې دولت بنسټیز کړ او ټول عناصرو یې په یو دولت بدل کړ."

په تیرو دریو کلونو کې په نړيواله كچه د تورکیې د ډرامو  تقاضا ۱۸۳ فيصده زياته شوې ده او نن ورځ په ټوله نړۍ كې نږدې يو ميليارد نندارچیان لري. التون وویل چې هغه پخپله هم د تورکيې د ملي راډیو  تلویزیون ډرامې ننداره کوي.

"دا تولیدات زموږ هڅې دي چې د کلتوري استحصال، نړیوال امپریالیزم، او د کلتوري فساد د هڅو په وړاندې مقاومت وکړو."

د عامه اړیکو رئیس د دې په ټینګار سره چې دې پروژې په پلي کولو کې پراخه پانګونه او زیار شتون لري.

"زه د ددې تاریخي اثر په جوړولو کې برخه اخیستونکو خپلو ټولو همکارانو ته ، د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ته ، او د دې مهمې پروژې تولیدونکي ته، اداکار، ډایرکټر او د ټیم د عملې ټولو غړیو ته د زړه له کومې مبارکي وایم او د ټولو نه مننه کوم."



اړوند خبرونه