د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د مستند فلمونو نړۍوال فیستیوال د جایزو پر ویشلو سره پایته ورسید.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د مستند فلمونو نړۍوال فیستیوال د جایزو پر ویشلو سره پایته ورسید.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د مستند فلمونو نړۍوال فیستیوال د جایزو پر ویشلو سره پایته ورسید.
د تورکیې د ملي راډيو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د مستند فلمونو نړۍوال فیستیوال چې سږکال د 14م ځل لپاره د تورکیې د ملي راډیو او تلویزیون ادارې لخوا په استانبول کې جوړ شوی وو د جایزو د ویشلو د ځانګړو مراسمو سره پایته ورسید.
د ویلو ده چې پدې فیستیوال کې د نږدې ۱۰۰ هیوادونو څخه تر ۱۰۰۰ ډیرو فلمونو ترمنځه سیالي وشوه او په ۴ کټګوریو کې ۳۲ فلمونو نهايي دوره ته لار پیدا کړه. همداشان په نهايي دور کې د ۳۲ فلمونو ترمنځه د فیستیوال د جایزو د ترلاسه کولو په موخه سیالي وشوه.
د جایزې په مراسمو کې، "د ډیموکراسۍ لینز" مستند فلم په نړیواله کټګورۍ کې د غوره فلم جایزه وګټله، همداشان د "ګیزیلو" په نامه فلم دویم مقام او "A Golden Life" فلم بیا دریم مقام خپل کړ.
په ملي مسلکي کټګورۍ کې، د "فلانوز" په نوم مستند فلم د غوره فلم جایزه او د ( بیلګه انا مولوده ګینچ ) عالمه مور مولوده ګینچ په نامه فلم بیا د کلتور او ګرځندوی وزارت د ځانګړي جایزې وړ وګڼل شو. همداشان "کاور" په نامه فلم بیا د ژوري هیئت د ځانګړي جایزې لایق وګڼل شو.
د زده کوونکو د ملي فلمونو په کټګورۍ کې ګوک یوزونا باک "اسمان ته وګوره" په نامه فلم د غوره فلم جایزه وګټله. همداشان د ایکمک تکناسي دویم مقام ، اي کیجالر دادا ، سینې سویورم "ښه شپه نیکه، زه تاسو سره مینه لرم" دریم مقام جایزه وګټله. همداشان د ملاتړ په کټګورۍ کې بیا ( بوشلوک ) یا تشه ( سینین دا بیر مرویتیني ګورساک ) یا دا ستا نیکمرغي هم ووینو په نامه فلمونو جایزې وګټلې.
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس، محمد زاهد سوباجي په دې مراسمو کې وویل ، دا فیستیوال چې د "ژورې نښې، قوي کیسې" تر شعار او نامه لاندې جوړ شوی وو د تورکیې د مستند فلمونو تر ټولو ستر فیستیوال دی.
دې ته په اشارې سره چې په تورکیه کې مستند فلمونه او مستند فلمونو تاریخ د ټي آر ټي نه جلا کول او یا په خپلواکه توګه په پام کې نیول ممکن نه دي، سوباجي وویل چې د ټي آر ټي مستند فیستیوال په یو داسې براڼد بدل شوی چې د نړۍ له بیلابیلو برخو څخه مستند فلمونه راټولوي.
سوباجي د دې خبرې په ټینګار وویل چې د مستند فلمونو یو له مهمو ځانګړتیاوو څخه داده چې نړۍوالې مسئلې په ډیره ښه توګه تثبیتوي او د دې مسلو په حل باندې رڼا اچوي، او بې عدالتي د ټولو واقعیتونو سره د ټولو مخې ته راڅرګندوي.
"لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، اسرائیل د اکتوبر له ۷ راهیسې په غزه کې نسل وژنه ترسره کوي. موږ ګورو چې څنګه د لویدیځو دولتونو تش په نامه ازادې خو په حقیقت کې کنټرول شوي رسنۍ هڅه کوي د ځینو مفکورو له لارې نړۍ په سترګو کې خاورې وشیندي.
د اسرائیلو لخوا د بشریت ضد جنایتونو په وړاندې ترټولو لوی عکس العمل او غبرګون د تورکیې لخوا لیدل کیږي چې د یوې عادلانه نړۍ لید سره د ۸ میلیارد خلکو له حقونو څخه دفاع کوي. "په داسې حال کې چې زموږ دولت د مظلومانو په څنګ کې په خپل دریځ سره ټولې نړۍ ته د عدالت او انصاف درس ورکوي، موږ د تورکیې د عامه خپرونو په توګه، د شواهدو سره روښانه کوو چې څوک قاتل او څوک قرباني دی.