د ټي آر ټي ۱۲ پونټو فیستیوال د جایزو په ورکولو سره پایته ورسید

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا د سینما د سکتور نه د ملاتړ په موخه جوړ شوي د"TRT 12 Punto" ټي آر ټي ۱۲ پونټو فیستیوال د جایزو په ورکولو سره پایته ورسید.

2015486
د ټي آر ټي ۱۲ پونټو فیستیوال د جایزو په ورکولو سره پایته ورسید
trt 12 punto.jpg
12 punto.1.jpeg
'12 Punto TRT Senaryo Gunleri' odulleri.jpg
12 Punto TRT Senaryo Günleri.jpg
12 punto TRT odul.jpg
12 punto TRT odul2.jpg

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا د سینما د سکتور نه د ملاتړ په موخه جوړ شوي د

"TRT 12 Punto" ټي آر ټي ۱۲ پونټو فیستیوال د جایزو په ورکولو سره پایته ورسید.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس زاهد سوباجي د جایزو د ورکولو په ځانګړو مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل ،

"د تورکیې د عامه نشراتي  ارګان په توګه د سینما د سکتور پر اهمیت یو ځل بیا د ټینګار سره باید ووایم ، موږ  په تورکیه کې د سینما د سکتور نه د قوي ملاتړ  او په ګډه د سینمايي فلمونو د جوړولو او د سینما مینه والو ته د لا په زړه پورو فلمونو وړاندې کولو ، د خپلو پرمحتوا فلمونو سره د سینما د سالونونو ډکولو او ښه عوایدو د ترلاسه کولو له امله ډیر خوښ یو .

 

د ټي آر ټي  ۱۲ پونټو "TRT 12 Punto" فیستیوال چې سږ کال د پنځم ځل لپاره  د جولای د ۱۶ مې او ۲۳ مو نیټو ترمنځه د ۲۲ هیوادونو په ګډون  جوړ شوی وو د جایزو ورکولو د مراسمو سره پایته ورسید.

د جایزې مراسم  چې د  ټي آر ټي ۲ تلویزیون  څخه په ژوندۍ بڼه خپاره شول ؛ د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د عمومي رئیس محمد زاهد سوباجي او د تورکیې او نړۍ سینما مهمو څیرو پکې برخه اخیستې وه.

د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس زاهد سوباجي پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې ټي آر ټي ۱۲ پونټو یو داسې پلاټ فورم دی چې ځوانان کولی شي په په ډیرې اسانۍ سره  د تورکیې او نړۍ سینما مخکښو څیرو ته لاس رسی پيدا کړي"

هغه  ټینګار وکړ چې ټي آر ټي ۱۲ پونټو  پلاټ فورم یو داسې پلاټ فورم دی چې د سینما په اړه هر څه په ټول شموله توګه پکې شامل دي.  د پروسې ټول برخه اخیستونکي پکې شامل دي، د ګډ تولید بډایه کولو ته وده ورکوي او تر ټولو مهم د خپل اصليت سره توپیر لري.

" ټي آر ټي ۱۲ پونټو  کې، موږ په ملي او نړیواله کچه په کلتوري ډګر کې نوښتونو ته لار هوارو. موږ ځوانانو او تازه نظرونو ته  د تورکیې او نړۍ سینما  مخکښې څيرو   د مشورو او لارښود نه د استفادې زمینه برابرو. هغوې ته مهمو څیرو ته د لاس رسي زمینه برابرو. د سینما سکتور او هنر  ته د نویو څیرو او پیاوړو کارونو د ګټولو سربیره، د ورته او یو شان قالبونو نه ډیر یو داسې فضا رامنځته کوو چې تنوع پکې حاکمه وي.

سوباجي ددې خبرې په ټینګار وویل چې سږ کال پدې پلاټ فورم  کې یوه نوې برخه اضافه شوې ده .

 

د دې په تشریح کولو سره چې سږکال 12 Punto ته یو نوی ابعاد اضافه شوی ، سوباک وویل ،

 

"د دې نوي پروسې په برکت  د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  په ګډه تولید شوي څلور فلمونه، چې شوټنګ پایته رسیدلی او ایډیټنګ چارې د بشپړیدو په درشل کې دي   د کانز، وینیدیک، سنډانس، لوکارنو او روټرډم فستیوالونو د سیالۍ برخې انتخاب کونکو لپاره نندارې ته وړاندې شوي دي. زموږ د فلمونو شل دقیقې برخې چې ایډیټونه بشپړ شوي نندارې ته وړاندې شوي دي. زه امید لرم چې موږ به دا فرصت ولرو چې دا فلمونه په راتلونکو کلونو کې په لویو فیستیوالونو کې نندارې ته وړاندې کړو. سږکال د ټي آر ټي ۱۲ پونټو فیستیوال کې  د ۱۰۰ څخه ډیرو اوږدو او نږدې ۴۰۰ لنډو فلمونو غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو. موږ له ټولو ګډونوالو څخه د دوی د هڅو مننه کوو؛ زه تاسو ته ستاسو په فلمي سفر کې بریالیتوب غواړم.

په تیرو ۳ کلونو کې د تورکیې د ملي رادیو تلویزیون په مشترکو فلمونو کې ۲۳۶ جایزې ګټلي دي .

هغه وویل چې د عامه نشراتي ارګان په توګه غواړم د سینما د سکتور نه د خپل ملاتړ پر اهمیت د ټینګار سره ووایم ، "موږ خوښ یو چې په تورکیه کې د هنر نه  قوي  ملاتړ کوو او د سینما سالونونه  د خپلو ګډو تولیداتو او فلمونو سره  ډکوو او د عوایدو په برخه کې  ریکارډونه ماتوو. په ملي او نړیوالو جشنونو کې زموږ شتون او بریا ورځ په ورځ زیاتیږي. د تورکیې ملي راډیو تلویزیون ګډ تولیداتو په تیرو دریو کلونو کې په فیستیوالونو  کې ۴۳۶ نوماندي او ۲۳۶ جایزې ترلاسه کړې. زه غواړم دې ته اشاره وکړم چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون  په ګډه تولید شوي  فلمونه په سینما کې د نندارې وروسته، دوی د تورکیې په نړیوال ډیجیټل پلیټ فارم کې خپاره شوي. البته دا به لا لویې کټلې ورسیږي. هغه وویل چې د تورکیې دجیټل پلاټ فورم تابي د دوو میاشتو په څیر په ډیره لنډه موده کې تر ۲ میلیونو پورې ډیر مشترکین پیدا کړي او د غړیو شمیر يي د دو میلیونو نه واوښته. موږ به د سینما په هر ډګر او مرحله کې خپلو هڅو ته دوام ورکړو."

سوباجي وویل چې سږکال مونږ د بالکان د جغرافیې نه د ډیرو مهمو میلمنو کوربه توب کړی دی.

"د صربستان ، کروشیا، مونټینیګرو او سلووینیا د فلمونو د مرکزونو مشران زمونږ د مهمو پروژو نه د لیدنې او په خپلو هیوادونو کې د تمویل په اړه د بحث او تبادل د نظر په اړه  دلته راغلي دي.مونږ د هغوې نه ډیره زیاته مننه کوو. زه باور لرو چې په راتلونکو کلونو کې به د لا زیاتو تورک – بالکان ګډو پروژو شاهدي وکړو.

د ویلو ده چې پدې مراسمو کې جایزې په مستحقینو وویشل شوې.

د فیستیوال د ژورې ډلې غړیو هر یو د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون لخوا جوړ شوي د « ګاونډیتوب حالات » د فلم جوړونکي دانیس تانوویچ، د اوکسار د جایزې خاوند د پولنډ مشهور فلم جوړونکی ایوا پوززینسکا، د بوسنیا هرزګوینا د فلمونو د فیستیوال موسس میرساد پور واترا، د دوحې د فلمونو د انیستیتیوت  مشرې فاطمې الرمیحي او د برلین د فلم فیستیوال د اروپا د څانګې رئیس دینیس روح د ارزونو نه وروسته دوو پروژو ته د نړۍوال کډ تولید جایزه، ۳ پروژو ته د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د ګډ تولید جایزه ، ۳ پروژو ته تورکیې د ملي راډیو تلویزیون جایزه او شپږو پروژو ته د پروژو د پراختیا جایزه ورکړل شوې.

جایزې د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د رئیس زاهد سوباجي، د هغه مرستیال محمد زیاد وراول او د ژوري هیئت غړیو لخوا مستحقینو ته ورکړل شوې.



اړوند خبرونه