د هندوستان مشهوره او وتلې سندرغاړې لتا منګیشکار ومړه

د هندوستان مشهوره او وتلې سندرغاړې لتا منګیشکار  نن یکشنبه د فبروري‌ شپږمه نیټه  د ۹۲ کلونو په عمر ومړه.

1774007
د هندوستان مشهوره او وتلې سندرغاړې لتا منګیشکار ومړه

د هندوستان مشهوره او وتلې سندرغاړې لتا منګیشکار  نن یکشنبه د فبروري‌ شپږمه نیټه  د ۹۲ کلونو په عمر ومړه.

د هندوستان د خبري‌ رسنیو د خبر له مخې هغه د جنوري‌ په میاشت کې د کرونا ویروس د نیولو له امله په روغتون کې  بستري‌ شوې وه. همداشان په هغې کې د کرونا ویروس سربیره سینه بغل هم تشخیص شوی وو.

لتا چې د کرونا ویروس د ډیرو خفیفو علایمو سره روغتون ته مراجعه کړې وه او وروسته په تنفسي‌ سیستم کې د ستونزې او سینه بغل له امله د بیړني‌ مراقبت په برخه ورته مصنوعي‌ تنفس چالان شوی وو د جنوري‌ په ۲۸ مه نيټه روغتیايي حالت يي یو څه د ښه کیدو نه وروسته د مصنوعي‌ تنفس ماشین ترینه لرې کړی شو.

همداشان د فبروري‌ په پنځمه نیټه روغتیايی حالت یو ځل بیا خراب شو او د ډاکټرانو د ټولو هلو ځلو سره سره نن ددې نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړې.

لتا منګیشکار د هندوستان د بلبلې لقب ترلاسه کړی وو. هغه دومره خوږ او ښکلی غږ درلود چې د هندوستان سربیره په ټوله نړۍ کې مینه وال درلودل.

لتا په ۱۳ کلنۍ کې د سندر په ویلو پيل کړی وو او خپله لومړنۍ سندره يي په ۱۹۴۲ میلادي‌ کال کې ثبت کړه.

هغه په تیرو ۷۰ کلونو کې تر ۳۰ زرو ډیرې سندرې ویلي‌ دي.



اړوند خبرونه