د ترک تبارانو نړۍوالې ټولنې د ټي آر ټي عمومي رئیس ته د سرو زرو مډال ورکړ
د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس ابراهیم ایرن د ترکانو د کولتور د نړۍوالو تشکیلاتو ( ترک سوی ) لخوا د ترکي نړۍ کولتوري یووالي سره د مرستو له امله د چنګیز ایت ماتوف د سروزرو د مډال لایق وګنل شو.
ابراهیم ایرن د نوموړي مډال د ترلاسه کولو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د داسې یو قیمتي مډال د ترلاسه کولو له امله افتخار کوم.
هغه وویل چې د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون په توګه مو د شوروي اتحاد یا سوسیالستو جمهوریتونو د پارچه کیدو نه رووسته د ۱۹۹۰ کلونو د پیل راهیسې په ترکستان او ترک اسلام په جغرافیه کې یو زیات شمیر نماینده ګۍ پرانیستي دي. ددې سیمو سره مرستې د ترکیې تر ټولو د مهمو اهدافو نه دي.
هغه وویل چې ترکیې پدې وروستیو کې د ۱۴ تلویزیونونو او ۱۶ راډیويي کانالونو سره د نړۍ په کچه په یو ډیر ستر خبري ارګان بدل شوی دی. د ټي آر ټي آواز تلویزیوني کانال د جوړولو اصلي هدف هم د ترکي نړۍ سره مرسته کول دي.
هغه وویل چې د ټي آر ټي سره د ترک سوی مرستې هم ډیرې زیاتې قیمتي دي.
هغه وویل چې ټي ار ټي د ترکستان د جغرافیې او انادولو ترمنځه د اړیکو د تکرار تازه کولو ، ژوندي کولو او په حافظو کې د قوي کولو په خاطر یو زیات شمیر پروګرامونه، سریالونه، مستند فلمونه مو جوړ کړي او دا لړۍ دوام لري.
همداشان د ترک سوی عمومي رئیس پروفیسور ډاکټر دوسن قاسینوف وویل چې ترک سوی د خپلو نیکونو نه پاتې بډایه میراث او کولتور د ژوندي ساتلو، نړۍ ته د معرفي کولو او راتلوونکو نسلونو ته د رسولو په خاطر د نړۍ په مختلفو سیمو او هیوادونو کې فعالیت کوي.
همداشان د ترکیې ملي راډیو تلویزیون تل زمونږ سره پدې برخه کې ډیره زیاته مرسته کړې ده .
د ویناګانو نه وروسته د ترک سوی رئیس ابراهیم ایرن ته مډال او د چنګیز ایت تاماتوف البوم ډالۍ کړ.