د عثماني امپراتورۍ تاريخي غشي!
څېړونكو د لومړي ځل لپاره هغه غشي موندلي دي چې ۷۳۰ كاله وړاندې عثماني پادشاه كارولي دي.
933177
دا غشي چې ۲۶۰ متره لرې واټن ويشتلى شي د تركيې د ايسكي شهر د ولايت په مربوطاتو كې د عثمانيانو د لومړنۍ فتحې پر مهال له يوې كلا موندل شوي دي.
د تركيې د انادولو د پوهنتون څېړونكو د ايسكي شهر د ولايت د كره جه حصار د كلا په شاوخوا كې د انتروپولوژيكي كيندونو پر مهال دا غشي موندلي دي.
دا څېړنې چې په ۲۰۱۱م كال كې پيل شوې وې تر اوسه پورې په ۶ زره متره مربعه ځمكه كې ۹۶ دانې غشي او نور سامانونه موندل شوي دي. دا غشي د خپلو شكلونو له مخې په بېلابېلو ګروپونو باندې تقسيم شوي دي.
د لومړنيو څيړنو له مخې د عثماني غشو واټن د ۲۱۶- ۲۶۰ مترو پورې و. ويل كيږي چې دا غشي په ثانيه كې د ۵۰ مترو پورې واټن وهلى شي چې د غشي نوك ۵ ګرامه او پاتې برخه يې ۳۰ ګرامه وزن لري.