طالعمند سنجى ډت!
په هند كې يوې ښځې چې د جنورۍ په مياشت كې مړه شوې ده، په بانك خپلې پېسې او زيورات يې نامتو ستوري ته په ميراث كې پرې ايښي دي.
924977
د هند د ممباى مېرر ورځپاڼې د خبر له مخې د نيشي هاريشچاندرا تريپاتي په نامه دا ښځه چې ساختماني انجينيره وه او په ممباى كې اوسېدله، د جنورۍ په مياشت كې مړه شوه. نوموړې له خپل مرګه لږ وړاندې د مدافع وكيل په واسطه يې خپله ټوله شتمني د سنجى ډت په نامه ثبت كړې او ميراث يې هغه ته پرې ايښى دى.
د سنجى ډت مدافع وكيل څرګنده كړه چې ښاغلى ډت له دې كاره ډېر خوشاله شوى دى خو دا ميراث به وانخلي. نوموړي څرګنده كړه دا ميراث به بېرته د مېرمنې كورنۍ ته وركړي.
دا لا معلومه نه ده چې ښځې څومره شتمني سنجنى ته بښلې ده.
۵۸ كلن سنجى ډت د هند د سينما نامتو ستورى دى چې تر اوسه پورې تر ۱۰۰ زياتو فلمونو كې اداكاري كړې ده.