د تركيې تر ټولو لوى مسجد د اختر د لمانځه لپاره تيار دى.
د تركيې تر ټولو لوى جامع مسجد د لوى اختر د لمانځه په موخه د مسلمانانو لپاره تيار شوى دى.
799336
سبا سهار ته به پدې مسجد كې شاوخوا ۲۸ زره ۵۰۰ مسلمانان په ګډه د اختر لمونځ ادا كړي.
دا مسجد چې د سبانجي په نامه ياديږي او د ادانا په ولايت كې موقعيت لري، د تركيې د ټولو لوى مسجد عنوان لري.
دا مسجد په ۱۹۹۸م كال كې د ۶ زره ۶۰۰ متر مربع ساحه كې جوړ شوى دى، د انګړ سره يو ځاى يې ټول مساحت ۵۲ زره ۶۰۰ متره مربع دى.
دا مسجد د قبې لوړوالى يې ۵۴ متره دى، داسې جوړ شوى دى چې په ساعت كې د ۱۲۰ كيلومترو سرعت لرونكي توپان پر وړاندې مقاومت لري.