دا رسم په څو اخلئ؟
دا رسم د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ كښلى دى چې اوسمهال د يوې مزايدې له لارې خرڅلاو ته وړاندې شوى.
777397
ټرمپ دا رسم په ۲۰۰۵م كال كې كښلى او بيا يې يوې خيريه ټولنې ته ډالۍ كړى وو. ټاكل شوې ده چې دا رسم به په واشنګټن كې د يوې مزايدې له لاې خرڅلاو ته وړاندې شي.
ويل كيږي چې مينه وال كولاى شي چې د جولاى د مياشتې تر ۲۷مې نېټې پورې ددې رسم د اخيستلو په بولۍ كې برخه واخلي. د رسم ابتدايي بيه ۹ زره ډالره ده.
په رسم كې د نيويارك د ښار د اسمانڅكو ودانيو انځور ليدل كيږي چې پكې د ټرمپ ټاور ودانۍ هم ځاى لري.