د موميا د ليدلو لپاره مصر ته نه كپه دوكيا ته راشئ.

تركيې د اكسراى په ملي موزيم كې د كپه دوكيا كې د تاريخي سيمې ۱۱ زره كلن تاريخ د مينه والو نندارې ته وړاندې شوى دى

61747
د موميا د ليدلو لپاره مصر ته نه كپه دوكيا ته راشئ.


د موميا د ليدلو لپاره مصر ته نه كپه دوكيا ته راشئ.
د تركيې د اكسراى په ملي موزيم كې د كپه دوكيا كې د تاريخي سيمې ۱۱ زره كلن تاريخ د مينه والو نندارې ته وړاندې شوى دى. په موزيم كې د لسو تنو انسانانو او دوو پيشوګانو موميايي شوي جسدونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
د اكسراى د موزيم سرپرست فاريز ديمير وايي چې `` د كپه دوكيا د ۱۱ زره كلن تاريخ په زړه پورې آركيولوژيك آثار پدې موزيم كې په ۶ بېلابېلا سالونونو كې نندارې ته وړاندې شوي دي.
ديمير وايي چې په كپه دوكيا كې هم د مصري فرعونيانو په څېر د مړو موميا كول يوه عنعنه وه. تر اوسه پورې د لسو كسانو موميا شوي جسدونه موندل شوي دي چې اټكل كيږي د لسمې او يا يوولسمې ميلادي پېړۍ پورې اړه ولري. دا موميا شوي جسدونه په سيمه كې د دوو لرغونو كليساګانو په بنسټ كې موندل شوي دي چې كيداى شي راهبان او ديني مشران وي.
د موزيم سرپرست وويل چې هغه كسان چې غواړي موميا شوي جسدونه وګوري نو د اكسراى موزيم ته دې راشي. د نوموړي په وينا په نړۍ كې د مصر موميا شوي جسدونه شهرت لري. په مصر كې په ځانګړي توګه پدې وروستيو كلونو كې د كورنيو ناخوالو له امله سيلانيان مصر ته تګ ته زړه نه ښه كوي. موږ هغو سيلانيانو ته توصيه كوو چې د كپه دوكيا تاريخي سيمه كشف كړي او د اكسراى په موزيم كې موميا شوي جسدونه هم وګوري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه