په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی

2127579
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان د موقت حکومت د طبیعي پیښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت ویاند، ملا جانان  سایق، رسنیو ته ویلي، چې تر ټولو ډېر تلفات په فراه، هرات، زابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

سايق وويل، چې په تیرو درېيو ورځو کې د هیواد په ٢١ ولايتونو کې د سیلابونو له امله ٣٣ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ٢٧ تنه ټپيان شوي دي.

سايق وويل، چې ٢٠٠ څاروي له منځه تللي، څه باندې ٦٠٠ کورونه په جزوي يا بشپړ ډول ويجاړ شوي او دوه زره  جریبه کرنيزه ځمکه سیلابونو وړې ده.

سایق وويل، چې د احتمالي سيلابونو له امله د ځاني او مالي زيانونو د زياتوالي احتمال شته . هغه وویل  چې مرستندويه ډلې سفر بر شوي دي.

په افغانستان کې پدې وروستیو ورځو کې د شدیدو بارانونو له امله په ډیرو ولایتونو کې سیلابونه راوتلي دي.

په افغانستان کې د زیربناګانو د نشتوالي له امله  هر کال د بارانونو نه وروسته د رامنځته کیدونکو سیلابونو له امله په سلګونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.



اړوند خبرونه