د تورکیې د همکاریو او همغږۍ ادارې په افغانستان کې په سلګونو کورنیو مرستې وویشلې

د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) د افغانستان په لویدیځ کې له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

2124510
د تورکیې د همکاریو او همغږۍ ادارې په افغانستان کې په سلګونو کورنیو مرستې وویشلې

د تورکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (TIKA) د افغانستان په لویدیځ کې له ۶۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه.

د ټيکا د هرات د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روژې په مبارکه مياشت کې د افغانستان په لويديځو ولايتونو هرات، نيمروز، فراه او بادغيس کې د مرستندويه فعاليتونو په چوکاټ کې پر ٦٠٠ کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.

هرې کورنۍ ته لومړني محصولات لکه اوړه، وریجې، غوړي، لوبیا، شنه دال، د رومي بانجان رب، چای او بوره ورکړل شول. معلولینو، سپین ږیرو او کونډو ته په ویش کې لومړیتوب ورکړل شو.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه مرستې به د کوچني اختر په ورځو کې هم دوام ولري او د روژې په مبارکه مياشت کې له اړو کورنيو سره څه باندې ٣٠ ټنه بشري مرستې ووېشل شوې.



اړوند خبرونه