طالبانو د افغانستان درې ګاونډي هیوادونه د داعش ترهګرې ډلې د ظرفیتونو په لوړولو تورن کړي دي.

د افغانستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي وویل  چې درې ګاونډیو هیوادونو د داعش ترهګرې ډلې ظرفیتونه لوړ کړي دي.

2132260

د ځايي رسنیو د خبر له مخې متقي په پلازمینه کابل کې د افغان – قزاقستان د دویم  اقتصادي نندارتون  د پرانستلو په مراسمو کې په خپل هیواد کې د رامنځته شویو ترهګریزو بریدونو په اړه څرګندونې وکړې.

متقي د دې خبرې په ټینګار سره چې درې ګاونډي هیوادونه په افغانستان او سیمه کې له داعش ترهګرې ډلې څخه ملاتړ کوي، ادعا وکړه چې یو یې دغه سازمان ته  بشري ځواک ورکوي، بل یې روزنه او بل یې لوژستیک برابروي.

متقي د دې ادعا په کولو سره چې په افغانستان کې  لس وروستي  ترهګریز بریدونه له "افغانستان څخه بهر" پلان شوي وو او  له دغو هیوادونو څخه وغوښتل چې دوی ته زیان رسولو نه  لاس واخلي.

امیرخان متقي د یادو هیوادونو نومونه په ډاګه نه کړل، خو ځینو افغان رسنیو ادعا کړې وه چې دا هیوادونه  تاجکستان، پاکستان او ایران دي.

متقی ادعا کړې چې تاجکستان دې سازمان ته  جنګیالي  برابروي، پاکستان د روزنې په برخه کې ورسره مرسته کوي او ایران په لوژیستیکي برخه.

اړوند خبرونه