د افغانستان په سویل کې د قندهار ولایت په مرکز کې ځانمرګی برید شوی.

په قندهار ښار کې د کابل بانک مخې ته ځانمرګی برید شوی

2118356
د افغانستان په سویل کې د قندهار ولایت په مرکز کې ځانمرګی برید شوی.

د افغانستان په سویل کې د قندهار ولایت په مرکز کې ځانمرګی برید شوی.

د قندهار ولایت د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې نن د سهار د اته نیم بجو په شاوخوا کې د قندهار ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کابل بانک د څانګې  مخې ته ځانمرګی برید وشو چې له امله يي ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې ځانمرګی برید د بانک مخې ته د ګڼې ګوڼې پر مهال شوې دی.

د بله پلوه د قندهار ولایت د اطلاعاتو او کولتور رئیس انعام الله سمنګاني رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې د ځاني تلفاتو شمیر ډیر زیات لوړ ندی. هغه ویلي دي چې هر څه تر کنټرول لاندې دي. ټپیان روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې له خلکو غوښتنه شوې چې د وینې ورکولو په خاطر روغتون ته لاړ شي خو دم ګړۍ وینې ته اړتیا نشته.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص په غاړه ندی اخیستی. د برید په اړه تحقیقات پيل شوي دي.



اړوند خبرونه