په افغانستان کې د واورې او مځکې د ښوېیدو په پیښو کې ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان په نورستان او پنجشیر ولایتونو کې د واورې ښویېدو او مځکې ښویېدو له امله ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې د واورې او مځکې د ښوېیدو په پیښو کې ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان په نورستان او پنجشیر ولایتونو کې د واورې ښویېدو او مځکې ښویېدو له امله ۲۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان د موقت حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ویلي، په نورستان ولایت کې تېره شپه د سختو واورو ورېدو له امله د نورګرام ولسوالۍ په تیترین دره کې د ځمکې ښویېدنې او واورې ښویېدو پیښې رامنځته شوي دي.
سايق د دې په څرګندولو سره وویل چې د ناورين له امله ګڼ کورونه تر واورو او خاورو لاندې شوي، د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي، چې تر اوسه يې د ٢٥ کسانو مړي موندلي او ٨ نور ټپيان دي.
بل خوا په پنجشېر ولايت کې د واورې ښويېدنې له امله دوه تنه ماين پاکان وژل شوي او يو تن ټپي شوى دى.
د افغانستان په مرکزي او شمالي برخو کې د واورې د اورښت له امله ډیری سیمو ته غځیدلې لویې لارې تړل شوي دي.
په سیمه کې د سړکونو د پرانیستلو چارې دوام لري.