د طالبانو مشر ملا هبت الله د ښځو د حقوقو په اړه ځانګړی فرمان خپور کړ.

د ښځو د حقوقو په اړه د طالبانو د مشر ځانګړی فرمان

1742438
د طالبانو مشر ملا هبت الله د ښځو د حقوقو په اړه ځانګړی فرمان خپور کړ.

د طالبانو مشر ملا هبت الله د ښځو د حقوقو په اړه ځانګړی فرمان خپور کړ.

د طالبانو مشر پدې فرمان کې د اسلامي‌ امارت اړوندو ټولو مسئولینو، علماو او  قومي‌ مشرانو ته لارښونه کړې ده چې د ښځو د لاندې حقوقو د پر ځای کولو لپاره جدي‌ اقدامات وکړي.

۱ــ د نکاح پرمهال د بالغوښځو رضایت ضروري دی (خو چې نکاح له (سیال) سره وي، د فتنې او فساد خطر هم په کې نه وي).

هيڅوک ښځې په جبر او اکراه سره  نکاح ته مجبورولی نشي.

۲ــ ښځه مال ندی، بلکې اصیل او آزاد انسان دی، هيڅوک يې چاته د سولې په بدل  یا (بدو) کې نشي ورکولای.

۳ــ د میړه له وفات وروسته، چې شرعي عدت (څلورمیاشتې او لس شپې یا وضع د حمل) تیر شي، کونډه ښځه نه لیور ځانته په زور نکاح کولای شي او نه بل څوک، کونډه د نکاح کولو او د خپل راتلونکي سرنوشت په هکله د خپل اختیار څښتنه ده، (خو چې د کفو (سیال) اصل او د فتنې او فساد مخنیوی په نظر کې نیول شوی وي).

۴ــ له نوي خاوند څخه د مهر اخیستل د کونډې شرعي حق دی.

۵ــ ښځه د (وفات شوي) میړه، اولاد، پلار او نورو خپلوانو په مالونو کې  په فرضیت او عصبیت سره د میراث حق او ثابت سهم لري، هيڅوک يې له خپل حق څخه نشي بې برخې کولای.

۶ ــ کوم څوک چې متعدد ودونه لري، مکلف دی چې ټولو ښځوته د شرعي حکم سره سم حقوق ورکړي او ترمنځ يې عدل وکړي.

د پورته حکم د تعمیل او په ښه ډول تطبیق لپاره دې لاندې امارتي ارګانونه په خپله خپله برخه کې اقدامات ترسره کړي.

الف : د حج او اوقافو وزارت ته حکم کیږي چې د ښځو د حقونو اړوند هدایاتو په هکله علماء کرام او خطیبان وهڅوي،  ترڅو د خپلو خطبو او موعظو له لارې خلک پوه کړي چې له ښځو سره ظلم کول او د هغوی حقوق نه ورکول د الله تعالی د نارضایتۍ او د هغه د عذاب او قهر سبب ګرځي.

ب : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې هم د خپلو وسائلو له لارې د ښځو د حقونو اړوند ترغیبي او ترهیبي ګټور مطالب په تحریري او صوتي بڼه په دوامداره توګه نشرته وسپاري، د ګټورو رسائلو تکثیر او اشاعت ته دې د فن او استعداد خاوندان وهڅوي، تر ممکنه بریده دې ځینې مهمې لنډې رسالې له خپلو وسائلو څخه په استفاده چاپوي، ترڅو د ښځو د شرعي حقوقو په هکله د علماء کرامو توجه جلب، پوهای عام او د روان ظلم مخنیوی اسانه شي.

ج: د سترې محکمې عالي مقام دې ټولو محاکموته هدایات وکړي چې ترڅو د ښځو خصوصا د کونډو د حقونو او پرهغوی د ظلمونو اړوند عریضې په اصولي ډول واخلي او په هکله يې غفلت ونه کړي، ترڅو له ظلم څخه د خلاصون او د خپلو شرعي حقونو د ترلاسه کولوپه برخه کې له  امیدۍ سره مخ نه شي.

د: والیان او ولسوالان دې د یادو وزارتونواو سترې محکمې سره د دغه فرمان د تطبیق په بر خه کې هر اړخیزه همکاري وکړي. والسلام



اړوند خبرونه