طالبانو په افغانستان کې په رسنیو نوي محدودیتونه ولګول

په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او  نهې عن المنکر وزارت په رسنیو د ځینو نوو محدودیتونو مسئلې په نړۍ کې پراخه انعکاس موندلی دی.

1737007
طالبانو په افغانستان کې په رسنیو نوي محدودیتونه ولګول

په افغانستان کې د طالبانو د امر بالمعروف او  نهې عن المنکر وزارت په رسنیو د ځینو نوو محدودیتونو مسئلې په نړۍ کې پراخه انعکاس موندلی دی.

د طالبانو د امر بالمعروف او  نهې عن المنکر وزارت د ځینو نوو قوانینو د وضع کولو سره په افغانستان په رسنیو کې د ښځو د فعالیت پر ګډون په ځینو برخو محدودیتونه لګولي دي.

یاد شوي وزارت چې خپل نوي وضع کړي قوانین ټولو رسنیو ته ابلاغ کړي  پکې راغلي دي چې د تلویزیونونو ښځینه ویندویانې مکلفې دي چې اسلامي حجاب رعایت کړي.

همداشان پدې نوو قوانینو کې د تلویزیونونو نه غوښتنه شوې ده چې د ټولو هغه ډرامو او تفریحي خپرونو نه چې ښځو پکې رول اخیستی وي او یا د اسلامي  قوانینو سره په ټکر کې وي د نشرولو نه ډډه وکړي.

ددې سربیره په تلویزیونونو کې ددینه وروسته  د هغه دیني ډرامو او فلمونو چې د پیغمبرانو په رول کې پکې چا کار کړی وي بندیز ولګول شو.

همداشان په توهین آمیزه خپرونو په نشرولو هم بندیز لګول شوی دی.

د یادولو وړ  ده چې  د طالبانو دې پریکړې او په ځانګړې توګه په تلویزیوني ډرامو او تیاتر کې د ښځو لوبغاړو په کار کولو بندیز لګولو په نړۍ کې پراخه انعکاس موندلی دی.

په ۱۹۹۰ کلونو کې د طالبانو په تیره دوره کې په افغانستان کې ټولې تلویزیوني خپرونې منع وې.

همداشان په افغانستان کې په تیرو ۲۰ کلونو کې تر ۳۰۰ ډیر تلویزیوني شبکو او راډیوګانو فعالیت درلود چې نن ورځ ډیری د سقوط سره مخ دي او خپل فعالیتونه يي درولي دي.



اړوند خبرونه