په فراه کې د یو مساپروړونکې بس د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د فراه په ولایت کې په یوې ټرافیکي پيښه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
1735101
د فراه ولایت مسئولینو ویلي دي چې د بالابلوک په ولسوالۍ کې د یو مساپر وړونکې ۴۰۴ ډوله بس موټر د چپه کیدو له امله لږ تر لږه یو تن مړ او ۴۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت د مسئولینو په وینا دا بس چې د هرات پر لورې روان وو چې فراه رود په سیمه کې چپه شوی دی.
د پیښې علت معلوم ندی. ځايي مسئولینو ویلي دي چې په سیمه کې ډیری پيښې د چلوونکو د بې غورۍ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته کیږي.
د مسئولینو په وینا د پیښې ټپیان روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو د روغتیايي حالت په اړه يي څه ندي ویلي.