د افغانستان په کندهار ولایت کې د جومات ترڅنګ چاودنه شوې ده .
په کندهار کې د شیعه ګانو د جومات ترڅنګ چاودنه شوې
1720145
د افغانستان په کندهار ولایت کې د جومات ترڅنګ چاودنه شوې ده .
د کندهار ولایت نه ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو د یو جومات ترڅنګ شوې ده .
چاودنه د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې شوې ده .
د پیښې جزیات د رارسیدو سره له تاسو سره به يي شریک کړو.
د ویلو ده چې د تیرې جمعې په ورځ هم په کندوز ولایت کې د جمعې د لمانځه پر مهال د شیعه ګانو په یو جومات کې چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.