افغان ولسمشر محمد اشرف غني او ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله امریکا ته سفر کوي
اشرف غني او عبدالله عبدالله د جون په ۲۵ مه نيټه امریکا ته سفر کوي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکا د ولسمشر جو بایدن په بلنه د جون په ۲۵ مه نیټه امریکا ته سفر کوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکی د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا ولسمشر جو بایدن به په بلنه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې عالي شور رئیس عبدالله عبدالله امریکا ته سفر کوي. هغه ویلي دي چې جو بایدن به د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله سره په سپینه ماڼۍ کې وویني .
پدې لیدنه کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه د شراکت په تداوم ټینګار وشي.
په بیان کې راغلي دي چې امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ویستو ترڅنګ په هیواد کې د ښځو او لږه کیو په ګډون د افغانانو سره په سیاسي ، اقتصادي او بشري برخو کې مرستو دوام ته ژمن دی. امریکا به هیڅکله اجازه ورنکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي پتنځایونو بدل شي .
د امریکا حکومت به د افغانستان د حکومت سره نږدې او قوي همکاریو ته دوام ورکړي.