د افغانستان د هرات په ولایت کې چاودنه شوې ده .
د هرات ولایت د ګلران په ولسوالۍ کې چاودنه شوې
1628094
د هرات ولایت والي وحید قتالي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یکشنبې د ورځې د ماښام په نا وخته ساعتونو کې د ګلران په ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ په پخواني ولسوال عبدالغني نورزي او ملي امنیت پر موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده .
هغه ویلي دي چې پدې برید کې د عبدالغني نورزي او ملي امنیت د مدیر او دوو تنو سرتیرو په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې پدې برید کې ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.