په هرات کې پر سیمه ایزو پولیسو د موټر بم برید شوی
د هرات په غوریان ولسوالۍ کې پر سیمه ایزو پولیسو د موټر بم برید شوی
1624448
د افغانستان د هرات په ولایت کې په سیمه ایزو پولیسو د موټر بم برید شوی دی.
د هرات ولایت والي وحید قتالي خبري رسنیو ته ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د هرات ولایت د غوریان په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو په یوې پوستې د موټر بم برید وکړ چې وروسته نښته پيل شوه.
هغه ویلي دي چې د چاودنې او نښتې په نتیجه کې تر اوسه پورې د دوو تنو سیمه ایزو پولیسو د وژل کیدو او ۳ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلي دي یو ځانمرګي برید کوونکي چې غوښتل د چاویدونکو توکو نه بار خپل خپل موټر سره د غوریان ولسوالۍ د امنیې د قومندانۍ پر قرارګاه برید وکړي د پولیسو لخوا پیژندل کیدو نه وروسته خپل د رسیدو نه مخکې د پولیسو لخوا له منځه وړل شوی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن پولیس برسیرن ټپي شوی دی.