په هرات کې پر امنیتي ځواکونو موټر بم برید شوی
په هرات کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د موټر بم برید شوی
د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د موټر بم برید شوی دی.
د هرات ولایت نه د ترلاسه شوي خبر له مخې دا پيښه تیره شپه رامنځته شوې ده .
د بله پلوه د هرات والي سید وحید قتالي د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې تیره شپه د هرات ولایت د زنده جان په ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوې پوستې د موټر بم برید شوی دی.
هغه ویلي دي چې دا برید د زنده جان ولسوالۍ د بازارک پر پوستې شوی دی چې په نتیجه کې ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د افغانستان د نیمروز په ولایت کې ځانګړو کمانډو ځواکونو د طالبانو په یو زندان چاپه اچولې چې په نتیجه کې ۲۰ تنه زنداني افغان سرتیري خوشې کړي دي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امادن ویلي دي چې د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالۍ کې کمانډو ځواکونو د طالبانو په یو زندان چاپه اچولې او د هغوې سره زنداني شل تنه افغان سرتیري ژغورلي دي.
همداشان پدې چاپه کې د طالبانو د یو قومندان په ګډون ۷ تنه طالبانو وژلي دي.