په کابل کی یو بل دیني عالم هم ووژل شو
په افغانستان کې د دیني علماو د هدفي وژنو په لړ کې داځل د هیواد یو بل مهم عالم او د پوهنتون استاد په ډزو ووژل شو.
1593871
د افغانستان په پلازمینه کابل کې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د کندوز ولایت د علماو د شورا پخوانی رئیس فیض محمد فایض د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبري رسنیو ته وویل چې فیض محمد فایض نن چارشنبه د مارچ دریمه نیټه د سهار د ۶ بجو پر مهال د ۱۷ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د جکشن سړک په سیمه کې ووژل .
د فیض محمد فایض کورنۍ ویلي دي چې هغه هله د نامعلومو کسانو لخوا ووژل شو چې د سهار لمانځه لپاره جومات پر لورې روان وو.
مولود فیض محمد فایض د عربي دارالعلوم استاد وو.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.