د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې چاودنه شوې ده .
په بلخ کې په یو بازار کې چاودنه شوې
1574100
د بلخ ولایت د والي ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د غرمې نه مخکې د کلدار په ولسوالۍ کې په یو بازار کې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې د ملي امنیت یو تن کارکوونکي ژوند د لاسه ورکړی او د ملي امنیت د یو تن کارکوونکي او ۲ تنو ملکي وګړو په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې نن په پلازمینه کابل کې هم دوه غبرګې چاودنې رامنځته شوې وې.
نن لومړی د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کمپنۍ په سیمه کې په یو موټر نښلول شوي مقناطیسي بم وچاودید چې له نیکه مرغه چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.
همداشان لنډه موده وروسته د کابل د ۱۲ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د احمد شاه بابا مینې د سلیم کاروان ښارګوټي په سیمه کې په یو بل موټر نښلول شوي مقناطیسي بم چاودنه وشوه.
پدې چاودنه کې ۴ تنه ټپیان شوي دي.