په کابل کې پر پولیسو دوه جلا جلا چاودنې شوي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پولیسو پر رینجر ډوله موټرو دوه جلا جلا چاودنې شوي دي.
د افغانستان د کورینو چارو وزارت ویلي دي چې نن چارشنبه د جنوري ۲۷ مه لومړی د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل د ۱۵ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دسپیچري په سیمه کې د پولیسو په یو رینجر ډوله موټر چاودنه وشوه چې په نتیجه کې دوه تنه پولیس ټپیبان شول.
همداشان یو نیم ساعت وروسته د سهار په څه باندې ۹ بجو او ۳۰ دقیقو د کابل د دولسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د سلیم کاروان ښارګوټي په سیمه کې د پولیسو په یو رینجر چاودنه وشوه چې له امله يي دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ او دوه تنه نور ټپیان شول.
د بله پلوه د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې یو تن قومي مشر د ناپیژاندو برید کوونکو لخوا په ډزو وژل شوی دی.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د مزار شریف د نهمې ناحیې په سیمه کې ناپیژندانو وسله والو یو تن قومي مشر په ډزو وواژه.
همداشان په پروان ولایت کې هم د لویې لارو د امنیت د قومندان پر موټر چاودنه شوې ده.
د پروان ولایت د پولیسو ویاند سلیم نوري خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د چاریکار ښار د لومړۍ امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د لویو لارو د امنیت د قومندان پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه چې له نیکه مرغه چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی.