په بغلان کې د یو جهادي قومندان پر کور کې چاودنه شوې
په بغلان کې د پخواني جهادي قومندان ملا علم په کور کې درنده چاودنه شوې
1567508
د افغانستان د بغلان په ولایت کې د یو پخواني جهادي قومندان په کور کې درنده چاودنه شوې ده .
د ملا علم زوی عارف مطمئن خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن چارشنبه د ماسپخین د دوو بجو پر مهال ددوې د کور په میلمستون کې هله چاودنه وشوه چې د هغه پلار ملا علم او خپلوان يي د ډوډۍ د خوړو په خاطر سره راټول شوي وو.
ویل کیږي پدې چاودنه کې ملا علم ، زامنو او خپلوانو په ګډون يي لس تنه ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې ملا علم اوسمهال په بغلان ولایت کې سیمه ایزو پاڅوانوالو مشري په غاړه لري.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.