کابل کې چاودنه شوې
د کابل د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه شوې
1560209
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دا چاودنه د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته نږدې په یو موټر باندې شوې ده .
د کابل پولیسو ویلي دي چې نن خالي د جنوري ۹ مه نیټه د سهار د ۷ نیمو بجو په شاوخوا کې د کابل د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کورنیو چارو وزارت ته نږدې په یو پراډو ډوله موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.
د چاودنې په نتیجه کې د موټر د چلوونکي د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.