اردوغان د توركيې د ملي راډيو او ټلويزيون ټي آر ټي د ۶۰مې كليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور كړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې خپله پوهه او تجربه د پوره مسئولیت ، بې پرې او اصولي ژورنالیزم له لارېهیوادوالو ته وړاندې کوي.
د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د توركيې د ملي راډيو او ټلويزيون ټي آر ټي د ۶۰مې كليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغام خپور كړ.
ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د تیرو ۶۰ کلونو راهیسې خپله پوهه او تجربه د پوره مسئولیت ، بې پرې او اصولي ژورنالیزم له لارې هیوادوالو ته وړاندې کوي.
ولسمشر اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې تورکیې ملي راډیو تلویزیون د عصري ډیجیټل نشراتو په برخه کې د اړتیا وړ ټول نوي فرصتونه په ډیره ښه کاروي، یو قوي او اغیزمن اداري جوړښت لري او نشراتو په ډګر کې د تورکیې خلکو ته تل ډیر زیات افتخارات ورپه برخه کړي دي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې " د تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره د عامه خدماتو د نشراتو مسؤلیت په پام کې نیولو سره، د خپل متحرک جوړښت او مخکښ نشراتي تجربې سره د خپل هیواد ارزښتونه، تاریخ، کلتور، ځواک او غږ انعکاس ته دوام ورکوي او د خپلو ټولو چینلونو سره نړۍ ته نمونه د مثال دی. له خبرونو څخه تر سپورت پورې، له میوزیک څخه تر مستند فلمونو پورې، له د کوچینیانو لپاره د خپرونو څخه تر کلتور پورې، ټي آر ټي زموږ په هیواد کې د رسنیو په ډګر کې یو لارښود دی." زه باور لرم تورکیې ملي راډیو تلویزیون اداره به خپل بریالیتوبونه لکه څرنګه چې تر ننه پورې ورته دوام ورکړی دی ، ددینه وروسته هم په همدې شان ورته دوام ورکړي. زه د توركيې د راډيو او ټلويزيون ټولو كاركوونكو ته د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون د ۶۰ مې کلیزې په مناسبت د زړه له كومي مبارکي وايم.