د تورکیې ولسمشر اردوغان د سلواکیا پر لومړي وزیر وسله وال برید په کلکو ټکو وغنده
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سلواکیا پر لومړي وزیر رابرټ فیکو برید غندلی او هغه ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.
2140209
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سلواکیا پر لومړي وزیر رابرټ فیکو برید غندلی او هغه ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده.
ولسمشر اردوغان د خپلې ټولنیزې مډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي ،
"زه د سلواکیا پر لومړي وزیر رابرټ فیکو ترسره شوی وحشیانه برید په کلکه غندم او ښاغلي فیکو ته چې په برید کې ټپي شوی دی، د عاجلې روغتیا هیله کوم. زه د سلواکیا خلکو او حکومت ته د خپل او خپل ملت په استازیتوب د نیکو هیلو مراتب وړاندې کوم."
د ویلو ده چې د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو پرون د وزیرانو شورا له غونډې وروسته په یوه برید کې ټپي شو.
برید کوونکی د برید نه وروسته ونیول شو. د لومړي وزیر رابرټ فیکو د روغتیايي وضعیت په اړه څه ندي ویل شوي.